د طالبانو حکومت د ازبکستان او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا خبر ورکوي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر (آرشیف)

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا خبره کړې ده.

ښاغلي برادر نن (د کب ۴مه) ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له دې هېواد سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او بانکي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال جمشید خواجه ییف له قوله راغلي چې تاشکند به د کانونو د استخراج او په سمنګان ولایت کې د سمنټو د فابریکې د جوړولو په برخو کې له کابل سره همکاري وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر دا هم یادونه کړې چې د دواړو خواوو تخنیکي کمیټې به د سوداګرۍ، ټرانزیټ، کانونو او صنعت، په افغانستان کې د اورګاډي د شبکو د جوړولو او پراختیا او بانکي همکاریو د پراخېدو په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو ازبکستان له هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې ډیپلوماتان یې منلي دي.