طالبانو په غزني دوه تنه په درو وهلي دي

افغانستان، غور ولایت (آرشیف)

د طالبانو د حکومت سترې محکمې خبر ورکړی چې په غزني ولایت کې یې دوه تنه په دُرو وهلي دي. دې محکمې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې نن (د کب ۴مه) د اخلاقي فساد په تور یوې ښځې او یوه نارینه ته د دوو کلونو بند او په عام محضر کې د ۳۵ دورو سزا ورکړل شوه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بله اعلامیه کې خبر ورکړی چې په هرات ولایت کې یوه ښځه د نامشروع اړیکو لرلو په تور په درو وهل شوې ده؛ خو په اعلامیه کې د هغه سړي یادونه نه ده شوې چې طالبانو ویلي وو له دې ښځې سره یې نامشروع اړیکي لرل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دې ښځې ته د ۱۵ درو پر وهلو سربیره د شپږ میاشتې بند سزا هم اورول شوې ده.

طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې په وار وار خلک په عام محضر کې په درو وهلي دي.

نړیوالو بشري سازمانونو، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو د دې ډول سزاګانو له کبله پر طالبانو سختې نیوکې کړې دي. د بشري حقونو ډلو په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې سمدلاسه دا ډول سزاګانې ودروي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.

خو طالب چارواکو ویلي دي چې دا سزاګانې د شریعت په رڼا کې تطبیق شوي دي.