د یوناما مشره: د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو د ساتنې په اړه دې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتانبایوا د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه سره کتلي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (فبرورۍ۱۹مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د دې کتنې خبر ورکړی او ویلي دي، دواړو خواوو په افغانستان کې د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو د ساتنې په اړه خبرې کړي.

د یوناما د مشرې په ټکو، له فرهنګي ارزښتونو د خلکو خبرتیا او پوهای کولی شي، د دې ارزښتونو په ساتنه کې مرسته وکړي.

بل پل، باختر خبري اژانس بیا د خیرخواه په حواله ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نورو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

د خیرخواه په ټکو، طالبانو غواړي له نړۍ سره مثبت تعامل او راکړه ورکړه وکړي.

نژدې څلور کاله کیږي چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، خو تراوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.