د پاکستان مرستیال صدر اعظم له افغانستان د ترهګرۍ ګواښ ته اندیښمن دی

د پاکستان مرستیال صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار

د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار له ملګرو ملتونو غوښتي چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن ( د کب په لومړۍ نیټه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دار دغه غوښتنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره په کتنه کې کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې دننه او دغه راز هغو ترهګرو په وړاندې د مبارزې ملاتړ وکړي چې له افغانستانه بهر نورو هېوادونو ته ګواښ پیښوي.

خبرپاڼه کې د کومې ترهګرې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی، خو اسلام اباد پخوا ویلي چې (ټي ټي پي) یا تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې د دوی په ضد فعالیتونه کوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د ښاغلي دار د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی او ویلې يې دي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمیټې شپږ میاشتې مخکې په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان کې د ترهګرۍ پراختیا به سیمه او له سیمې هاخوا د ناامنۍ یو مهم لامل شي.