د چمپینز ټرافي لوبلړۍ نن- د فبروري ۱۹مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې به چې د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیلېږي، د کوربه پاکستان لوبډله د نیوزیلنډ له سیالې لوبډلې سره مخامخ شي.
افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.
د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.