رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په دې هېواد کې د افغانانو د مېشتېدنې د پروګرام د بندولو خبر ترلاسه کړی دی.
یوه امریکايي چارواکي، د افغانانو د مېشتېدنې د پروګرام یوه مخکښ مدافع او دوو باخبره سرچینو رویټرز آژانس ته ویلي چې د بهرنیوچارو وزارت هغې ادارې ته چې په متحدوایالتونو کې د افغانانو دمېشتېدنې پر بهیر څار کوي ویل شوي دي چې تر راروانې اپریل میاشتې د دې پروګرام د بندولو پلان برابر کړي.
د دې پروګرام د بندېدو په صورت کې به شاوخوا دوه لکه افغانان، له هغې ډلې د پخوانیو پوځیانو او د هغوی د کورنیو غړي، چې له خپلو میندو پلرونو سره د یوځای کېدو په تمه دي، امریکا ته له تلو محروم شي.
د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې مخکې له دې په متحدوایالتونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې او د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا SIV غوښتنلیکونه هم د ۹۰ ورځو په مخه ځنډولي دي.
د رویټرز د راپور له مخې د دې پروګرام د پوره ځنډولو په صورت کې په قطر او البانیا کې د افغان کډوالو د څېړنو او تحقیقاتو مرکزونه هم بندېږي او زرګونه انسانان له نامعلوم برخیک سره مخامخ کېږي.
د افغان ایوک په نوم د افغان کډوالو د مرستندویې ټولنې موسس شان ونډایور ویلي دي چې د دې ادارې بندول به یوه ملي رسوايي او له هغو متحدانو سره چې د امریکا لپاره یې جګړه کړې ده او د امریکا له ژمنو سره خیانت وي.
سپینې ماڼۍ او د بهرنیوچارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.