مصر وايي فلسطین کې درې امن سیمې رامنځته کوي او بیا د غزې په ودانولو کار پیلوي

د ورانې شوې غزې یوه څنډه

مصر د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره یوه بدیله تګلاره وړاندې کوي چې په اساس یې فلسطینیان اړ نه دي غزه پرېږدي. دا تګلاره داسې وخت جوړیږي چې عربي هېوادونه هڅه کوي له غزې تړانګې د فلسطینیانو د ایستلو د تګلارې په وړاندې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مطرح کړې ودریږي.

د مصر د الاحرام دولتي ورځپاڼې د راپور په اساس د فلسطین خاورې دننه به دری امن سیمې رامنځته کېږي چې د غزې اوسیدونکي به پکې مېشت شي او ورسره به د مصر او نړۍ ودانیز شرکتونه د غزې د ورانو شویو سیمو په بیا رغونې پيل کوي.

په فلسطین کې به دا دری سیمې په شپږو میاشتو کې جوړې او موقتې سرپناوې به د خلکو لپاره ترتیب شي.

مصري چارواکو ویلي چې قاهره د دې پلان په خاطر د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره په تماس کې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له صدراعظم سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د فبروري په څلورمه وویل چې امریکا دې د غزې کنټرول په لاس کې واخلي.

هغه وویل امریکا به دا سیمه ورغوي او فلسطینیان به د تل لپاره په نورو عرب هېوادونو کې مېشت شي. د ټرمپ له دغه پروګرام سره د عرب نړۍ هېوادونو، فلسطینیانو او ځینو لویدیځو هېوادونو کلک مخالفت څرګند کړ.