دا الوتکه د امریکا له مینه سوتا ایالته الوتې وه او د تورنتو پیرسون هوايي ډګر ته د رسېدو سره سم واوښته.
په الوتکه کې شاوخوا اتیا کسان ناست وو.
له ډلې یې ۱۷ تنه ټپيان دي.
له ټپیانو د یو ماشوم او دوو زړو کسانو وضعیت نازک دی.
په تورنتو کې د دې پېښې پر مهال سخته واوه اورېده او په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ژغورونکي د خلکو په ایستلو او د الوتکې د اور اخیستو د مخنیوي په هڅه کې دي.