په ټل کې د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان په برید کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور کسان ټپیان دي

هنګو- د جنوري ۴مه، کورمې ته د تلونکو موټرو کاروان

پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا له ټل سیمې څخه پاړه چنار ته د مالونو د وړونکو موټرو پر کاروان د برید پرمهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د پولیسو په ګډون ۱۵ تنه نور ټپیان دي.

د کورمې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې نن (د سلواغې ۲۹مه) په خوراکي توکو او درملو بار د شاوخوا ۱۳۷ موټرو کاروان چې امنیتي ځواکونو او پولیسو بدرګه کاوه، هغه مهال چې له چپري سیمې څخه پاړه چنار ته روان شو، په وچت او مندریو سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغی.

د دې چارواکي په وینا په دې برید کې پنځه موټر هم سوځول شوي دي. دا چارواکی زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې له هیلیکوپټرو څخه هم کار واخیستل شو.

چارواکي وايي چې اوس مهال د ټل او پاړه چنار لاره د سوداګریزو موټرو پرمخ بنده ده.