په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوول قریشي بدلون ویلي د یکشنبې په ورځ د لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ډیورند فرضي کرښې» ته څیرمه نښته هغه مهال وشوه چې طالبانو په خپلو پوستو کې مورچه جوړوله او پاکستاني پوله ساتو پرې ډزې وکړې.
بدلون زیاته کړې چې طالب ځواکونو د دغو بریدونو په ځواب ډزې کړي او د پاکستان دوه پوستې یې په نښه کړې دي.
دې نښتو څو ساعته دوام کړی دی.
اخوا له پکتیکا ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو د برمل ولسوالۍ په مارغه چینه سیمه کې هوایي بریدونه کړي دي.
د طالبانو اړوند ځينو رسنیو بیا ویلي چې پاکستاني جټ الوتکو د ډيورنډ کرښې هاخوا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د عامو خلکو کورونه په نښه کړي دي.
پاکستاني پوځیانو تر دې مخکې هم د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو په تېره په پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي دي.