طالبانو په نیمروز کې ۱۱ کسان او په بامیان کې یو کس په دُرو وهلي دي

د طالبانو له خوا د سزا د تطبیق یوه صحنه

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې له دې ډلې څلور کسان د غلا، لوټمارۍ او نامشروع اړیکو او اوه تنه نور په غلا تورن وو.

دوی ته د نیمروز په سپورټي لوبغالي کې د خلکو په مخکې سزا ورکړل شوې.

په یوه بله اعلامیه کې، د طالبانو سترې محکمې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې یو کس له کوره د تېښتې په جرم په درو وهلی.

که څه هم د طالبانو سترې محکمې د ښځې یادونه نه ده کړې خو دوی معمولاً هغو ښځو ته سزا ورکوي چې له کورونو اکثر د کورني تاوتریخوالي یا جبري وادونو په خاطر تښتي.

د طالبانو د سترې محکمې د بیانونو له مخې، دا کسان له ۲۰ تر ۳۹ دُرې وهل شوي او له یو تر شپږ کاله بند باندې محکوم شوي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته سلګونه کسان چې ګڼې ښځې هم پکې شاملې دي د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي دي.

د بشري حقونو مدافع ډلو او ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې پای ته ورسوي.