له مصر او نورو افریقايي هېوادونو څخه یوشمېر افغان بندیان خوشې شوي دي

د کابل نړیوال هوايي ډګر

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مصر په ګډون له یوشمیر افریقایي هیوادونو څخه د اولس تنه افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن (د سلواغې ۲۷مه) پر خپله ایکس لیکلي چې پربیلابیلو جرمونو محکوم شوي دغه افغان بندیان په تیرو درې میاشتو کې په قاهره کې د افغانستان د سفارت د هڅو په نتیجه کې له مصر، مراکش، لیبیا، سودان او موریتانیا څخه خوشې شوې دي.

نوموړي ویلي دي چې دا کسان د آریانا افغان هوایي شرکت له لارې افغانستان ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي ضیااحمد په دې اړه چې ایا دغه بندیان به د احتمالي بند پاتې موده په افغانستان کې تیروي او که پوره آزاد شوي دي جزییات نه دي ورکړل شوي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په راتلونکې کې به هم د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو هڅو ته دوام ورکړي.

افغانستان د نړۍ له یوشمیر هیوادونو سره د بندیانو د تبادلې موافقې کړې دي خو دا نه ده څرګنده چې ایا له دغو هیوادونو سره چې دا افغان بندیان یې خوشې کړې دي، هم ورته هوکړې شته کنه.