د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، یوې اساسي موضوع چې د اسلام آباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي خوندي پټنځایونه دي.
د دې وزارت ویاند شفقت علي خان په خپله اونیزه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې پاکستان دا موضوع په ځلونو د طالبانو له حکومت سره شریکه کړې او ورته ویلي یې دي چې د دوه اړخیزو همکاریو د دوام لپاره باید دا ستونزه حل شي.
هغه وویل "تر هغو چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پټن ځایونو مسله نه وي حل شوي، د دواړو لورو ترمنځ همکاري ناممکنه ده." له دې مخکې د پاکستان صدراعظم شهباز هم ورته څرګندونې کړې وي او ویلي و "پاکستان تمه لري د طالبانو حکومت د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي نه دا چې ملاتړ یې وکړي."
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې تل ردکړي دي. طالبانو همدارنګه ویلي چې پاکستان دې د خپل امنیت غم په خپله وخوري او نورو ته دې د ملامتي ګوته نیسي.