حماس درې اسراییلي برمته او اسراییل سلګونه فلسطیني بندیان خوشې کوي

رام الله، د فبروري لومړۍ نېټه- د اسراییل له بنده خوشې شوی فلسطینی

په پام کې ده چې د حماس له خوا یرغمل شوي درې نور اسرایلیان نن د غزې په تړانګه خوشې شي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې له مخې، اسراییل به هم نن د ورځې په وروستیو کې سلګونه فلسطیني بندیان آزاد کړي.

د اسوشیتید پرس آژانس د راپور له مخې د دواړو لورو ترمنځ اوربند چې نژدې څلور اونۍ مخکې نافذ شوی دی، په وروستیو ورځو کې وروسته له هغه له خطر سره مخامخ شو چې حماس ډلې اسراییل له شوې هوکړې څخه په سرغړونه تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې روانه اونۍ به نور اسراییلي یرغمل خوشې نه کړي.

اسراییلو د دې ګواښ په غبرګون کې په غزه کې د جګړې د بیرته پیلولو ګواښ وکړ. خو حماس له مصري او قطري چارواکو سره تر خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ وویل چې یرغمل به آزاد کړي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي وویل، منځګړو ورسره د ټولو خنډونو د لیرې کولو ژمنه کړې او ویلې یې دې چې اسراییل به خیمو، طبي وسایلو او نورو اړینو توکو ته اجازه ورکړي چې غزې ته ولیږدول شي.

د حماس اړوند د بندیانو د چارو ادارې ویلي چې اسراییل به د دریو یرغملو په بدل کې نن ۳۶۹ فلسطیني بندیان خوشې کړي چې ۳۶ پکې په عمري بند محکوم شوي بندیان دي.