د اټومي انرژۍ نړیواله اداره؛ ایران د یورانیمو غني کول، د وسلو د جوړولو کچې ته نژدې کړي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر خبرداری ورکوي چې ایران د غني شویو یورانیمو میاشتنی تولید د وسلو د تولید کچې ته نژدې کړی او د دې هیواد د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره فرصت ډیر کم دی.

د IAEA عمومي رییس رافایل ګروسي پرون (د فبروري ۱۴مه) د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل چې تهران د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو میاشتنی تولید نږدې اووه چنده زیاتوي.

ګروسي له رویټرز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې "په راتلونکو څو اونیو کې چې دا اداره د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپل بل راپور خپروي، ایران به تر۶۰ سلنې پورې غني شوي شاوخوا ۲۵۰ کیلوګرامه یورانیم ولري."

هغه زیاته کړه "دا یوه څرګنده نښه ده چې موږ یې باید جدي وبولو او نور وخت ضایع نه کړو." ګروسي ټینګار وکړ چې باید پرایران تمرکز وشي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د دې میاشتې په پیل کې د ولسمشر ټرمپ اداره او تهران وهڅول چې ډیالوګ ته دې مخه کړي ترڅو په اټومي خبرو کې پرمختګ وشي.