د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د امریکا له پوځي مرستو پرته اوکرایین د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولی.
ښاغلي زیلینسکي دا خبره، پرون د (فبرورۍ۱۴مه) په هغه مرکه وکړه چې د مونشن په نړیوال امنیتي کنفراس کې د هغه له وینا وړاندې خپره شوه.
د هغه په ټکو، اوکرایین به د روسیې په وړاندې د بقا لپاره له "ډير ډير ستونزمن" حالت سره مخامخ شي.
زیلینسکي په دې مرکه NBC ان بي سي نیوز ته ویلي، که څه هم دوی د خپلو پوځي تجهیزاتو تولید پیل کړی، خو په ټکو يې، د امریکا د مرستو نه شتون پرې نه جبرانیږي.
د مونشن نړیوال امنیتي کنفراس چې پرون جمعه پیل شو، اجنډا يې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول دي.