افغانستان له پاکستان سره په تمریناتي لوبه کې په لوی توپیر ماتې وخوړه

افغان او پاکستاني لوبغاړي د تمریناتي لوبې په حال کې عکس- د افغان کرکټ بورډ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چیمپینز ټرافي لوبو په درشل کې له پاکستان سره خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه وبایلله.

د کوربه پاکستان الف لوبډلې په پرونۍ یوورځنۍ لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان سره افغان ملي لوبډلې ته د ۳۱۵ منډو هدف ورکړ خو افغان لوبډلې د خپلو ټول لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپیر وبایلله.

ټاکل شوې چې ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ په خپله دوهمه تمریناتي لوبه کې د نیوزیلنډ له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

د چیمپینز ټرافي لوبې د روانې اونۍ د چارشنبې په ورځ د فبروري په ۱۹مه نېټه، د پاکستان او نیوزیلنډ په سیالۍ پیلېږي. د افغانستان لومړۍ لوبه به د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه د جنوبي افریقا پر وړاندې وي.