یوه نړیواله خیریه ټولنه وايي، افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ژمي په موسم کې نور هم ګرانېږي او له دې سره زیانګالي خلک نور هم څنډې ته کېږي.
د HI په نوم ټولنه چې له نورو خیریه موسسو سره په ګډه په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې فعالیت کوي، پرون (د سلواغې ۲۶مه) په یوه راپور کې وویل، د سختو طبیعي پېښو له پلوه افغانستان دوهم هېواد دی چې سږنی ژمی پکې ډېر سخت راغلی دی.
نوموړې ټولنه د خپل راپور په یوه برخه کې یادونه کوي چې په ځینو مواردو کې په بشري مرستو بار د موټرو کاروانونه په پنځو ورځو کې یوازې۳۰۰ کیلومتره مزل کولای شي. د دې ټولنې په وینا دا خنډونه زیانګالو ټولنو او هغو کسانو ته چې اړ دي، د بشري مرستو د رسولو چاره له محدودیتونو سره مخامخ کوي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، په روان میلادي کال کې د افغانستان ۲۲،۹ میلیون وګړي، د نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.