د خبریالانو د خوندیټوب نړیوالې ټولنې CPJ د افغانستان په کورنیو رسنیو کې د طالبانو د حکومت له خوا د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو پر خپرونو بندیز یو ځپونکی اقدام بللی دی.
د کورنیو رسنیو ځینو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو امر کړی چې سیاسي خپرونې دې له دې وروسته د رسنیو له لارې نه خپرېږي.
CPJ پرون (د سلواغې ۲۶مه) په یوه بیان کې د ځینو سیمه ایزو خبریالانو له قوله وویل چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو مسوولانو ته په شفاهي پیغام کې لارښوونه کړې ده چې سیاسي او اقتصادي موضوعات دې یوازې د طالبانو له ویندویانو سره د خبرو له لارې مطرح کوي.
د CPJ په بیان کې د آسیا د برخې د همغږې کوونکې بېه لیه یې له قوله راغلي دي چې نوموړې وايي د طالبانو دا اقدام د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه د راپورونو او بحثونو د سانسور لپاره یوه بله ځپونکې هڅه ده.
نوموړې زیاتوي چې دا اقدام په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو د جدي هڅو څرګندونه کوي. د خبریالانو د خوندیتوب سازمان د دې اقداماتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.
طالبانو، چې وايي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان آزادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي، د نورو محدودیتونو ترڅنګ په تېره تلې میاشت کې رسنیو ته سپارښتنه وکړه چې سیاسي خپرونې دې په مستقیم ډول نه خپروي.