د بریتانیايي چارواکو په وینا، فرشته جامي، چې غوښتل یې له بریتانیا څخه افغانستان ته لاړه شي او د داعش ډلې سره یوځای شي، د محکمې لهخوا مجرمه وپېژندل شوه.
د بریتانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لیسټر ښار محکمې پرون (پنجشنبه) فرشته جامي مجرمه وبلله. د پولیسو په وینا، دغه ۳۶ کلنه ښځه د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو مجرمه پېژندل شوې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، فرشتې جامي د ځان او خپلو ماشومانو لپاره افغانستان ته د یو طرفه سفر ټکټونه اخیستي وو او غوښتل یې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شي.
د پولیسو له قوله، د هغې له کور څخه نغدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.
همداراز، د بریتانیا پولیسو په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ پر ټولنیزو شبکو سختدریځه او تاوتریخوالي ته هڅونکي مواد خپاره کړي دي.