د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې نن د یوې چاودنې له امله لږترلږه څلور کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه د جوی زنده جان جومات کې هغه مهال وشوه، چې لمونځ کوونکي د جمعې د لمانځه لپاره راټول شوي وو.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو دا پېښه د تربګنۍ شخړه بللې، خو دا ادعا په خپلواکه توګه تایید شوې نه ده. چارواکو ویلي، چې له پېښې وروسته یې دوه مشکوک کسان نیولي، چې هڅه یې کوله له سیمې وتښتي.
په افغانستان کې په دې وروستیو کې د ورته بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی. کابل او کندوز په تېرو دریو ورځو کې د بریدونو شاهدان وو.
کابل: د پنجشنبې په ورځ د کور او ښار جوړونې وزارت ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه، چې مرګژوبله یې واړوله.
کندوز: د سېشنبې په ورځ د یوې چاودنې مسؤلیت داعش خراسان ومانه، چې په پایله کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي وو. ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۵ پورته ښودل شوی و.