له پاکستان او ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کیدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.
د دې ادارې ویاند فرامرز برزین ازادي راډیو سره خبرو کې د پنجشبې په ورځ وویل، د راستانه شویو او بیځایه شویو کسانو لپاره یې نوې ستراتیژي جوړه کړې ده.
د برزین په خبره، په ستراتیژي کې د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ کاله د بېځایه شویو او راستانه شویو کسانو لپاره تګلارې روښانه شوي دي.
د هغه په ټکو، په کلیدي کارونه کې د نقدي مرستو ویش، راستنو او بېځایه شویو ته د دایمي استوګن ځای برابرول، په لویو او کوچنو کارونو پانګونه او د فني او حرفوي زده کړو لپاره زمینه برابرول دي شامل دي.
برزین وړاندې ویلي، له افغانانو سره مرستې، د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي.
دا په داسې په حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال وايي، له ډیرو ستونزو سره مخ دي او هیچا ورسره مرسته نه ده کړې.
خو ځیني بیا وايي، که څه هم له دوی سره مرستې شوي خو کافي او ډیرو مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو نړیوال سازمان د تیرکال په وروستیو کې ویلي و، یو میلیون او دوه سوه زره بې اسناده افغانان له ایران او پاکستانه په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته راستانه شوي دي.