ټرمپ: د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره مې له پوتین سره خبرې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر پوتین د یوې پخوانۍ لیدنې پر مهال- عکس له ارشیف اخیستل شوی.

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د دلوې ۲۴مه اعلان وکړ چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې له د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې په یو پوست کې لیکلي: "موږ موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه به سمدستي خبرې اترې پیل کړي، او زه به د اوکراین له ولسمشر زیلیسکي سره اړیکه ونیسم څو هغه د دې خبرو له جریان څخه خبر کړم. دا هغه کار دی چې زه یې همدا اوس ترسره کوم."

کرملین ویلي چې پوتین او ټرمپ نږدې یو نیم ساعت د تلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو موافقه کړې چې سره وویني.

د کرملین د اعلامیې له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې د ورځې په تلیفوني خبرو کې ټرمپ ته ویلي چې د "سوله‌ییزو مذاکراتو" له لارې د اوکراین جګړه پای ته رسېدای شي.

د کرملین په وینا، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د اوږدمهاله هوکړې لپاره سوله‌ییز مذاکرات ترسره شي.