د امریکا د دفاع وزیر، پیت هګست، وايي که که د نړۍ مشران دا انګیري چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د امریکا د نړیوال نظامي وضعیت د بیا کتنې هڅه د واشنګټن د شاتګ په معنا ده، نو هغوی تېروتنه کوي.
ښاغلي هګست دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳مه، د امریکا د دفاع وزیر په توګه د لوړې مراسمو وروسته د خپلې لومړۍ بهرنۍ سفر پر مهال، د جرمني په اشتوتګارت ښار کې خبریالانو ته وکړې.
دا څرګندونې د ناټو د دفاع وزیرانو او د اوکراین د دفاعي تماس ډلې له دوه ورځني غونډې وړاندې شوې دي.
د امریکا دفاعي چارواکي وايي، تمه کېږي چې هګست به د ناتو پر متحدینو فشار راولي ترڅو په اروپا کې له موجودو ننګونو سره د مقابله کولو لپاره د رهبرۍ رول زیات کړي او همداراز خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي.
تمه کېږي چې هګست به نن، چهارشنبه، او سبا، پنجشنبه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو په مرکزي دفتر کې په یوه غونډه کې ګډون وکړي.