د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له زندانه د یوه امریکايي ښوونکي مارک فوګل د خوشې کېدو هرکلی وکړ.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳ مه، په سپینه ماڼۍ کې له فوګل سره په لیدنه کې وویل، چې د روسیې په زندان کې له درې نیم کلونو وروسته د هغه خوشې کېدل، د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې د روسیې د ښه نیت نښه وه.
ښاغلی فوګل، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د یرغمل نیونکو د چارو لپاره د ټرمپ ادارې د ځانګړي استازي ادم بولر سره یوځای، د سې شنبې په ورځ ناوخته د میریلینډ په انډریوز هوايي اډه کې له الوتکې څخه د امریکا خاورې ته ننوته.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې فوګل د ولسمشر ټرمپ، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د ځانګړي استازي استیو ویتکاف او د روسیې سره د هغه د سلاکارانو ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې خوشې شو.
فوګل د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې په روسیه کې د ماریجوانا د درملو د قاچاق په تور ونیول شو او په ۱۴ کاله بند محکوم شو.