ملګري ملتونه وايي یو کارکوونکی یې چې د یمن په شمال کې په توقیف کې و، مړ شوی دی.
د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلي دي چې یو کارکوونکی یې له شپږو نورو سره د جنوري په ۲۳مه نېټه ونیول شو خو دې ادارې دا نه دي ویلي چې څه وخت او څنګه مړ شوی دی.
د م. م سرمنشي انتونیو ګوتیریش د دې کارکوونکي مړینه غندلې ده او په دې اړه یې د سمدستي څېړنو او عدالت ته د مسوولو کسانو د سپارلو غوښتنه کړې ده. ښاغلي ګوتیریش په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې تراژیدۍ علت تراوسه نه دی معلوم.
بیان زیاتوي چې ملګري ملتونه له حوثي واکمنو څخه سمدستي په دې اړه وضاحت غواړي. ملګروملتونو څوځلې مخکې له حوثي وسله والې ډلې غوښتي و، چې د م. م نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي.
د سرمنشي ویاند فرحان حق پرون وویل چې د حوثي ډلې له خوا د ملګروملتونو د نورو کارکوونکو له نیول کېدو وروسته دا سازمان په سعده ښار کې خپل فعالیت ځنډوي.