اوکرایني چارواکي وايي، روسیې پر پلازمېنه کییف د بالستیک توغندي په وسیله برید کړی دی

د روسیې له برید وروسته د کییف په یوه ودانۍ کې د لګېدلي اور د وژنې هڅه (آرشیف)

د اوکراین پوځ وايي د هوايي مدافعې ځواکونو یې نن سهار وختي پر پلازمېنه کییف د روسیې هوايي حمله شنډه کړې ده.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه چې د چاودنې غږ لوړ و. کلیچکو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونه فعال دي.

د اوکراین د هوايي ځواک چارواکو ویلي چې روسیې پر کییف د بالستیک توغندي په وسیله برید وکړ.

رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکوي چې وايي د څو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. چارواکو د کییف په دوو ناحیو کې د اور لګېدو خبر ورکړی دی.