د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې USAID یوه چارواکي ویلي دي چې پاول مارتین پرون له دندې لیرې شو.
دې چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل نوم افشا کړي ویلي چې دا خبر د جمهوري ریاست د پرسونل د دفتر مرستیال ترینټ مورس په یوه ایمیل کې ښاغلي مارتین ته ورکړ او هغه ته یې ولیکل چې د USAID د سرمفتش مقام نور نه شته. د دې ایمیل یوه کاپي رسنیو ته هم ښودل شوې ده.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شوی چې د مارتین دفتر د USAID د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر ډونالډټرمپ د هڅو په اړه یو انتقادي راپور خپور کړ.
سپینې ماڼۍ تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې او د دې پرېکړې د علت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.
پاول مارتین د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې د USAID د سرمفتش په توګه کار کاوه. د دې مقام ټاکنه د سنا تایید ته اړتیا لري.