د اسراییلو صدراعظم خبرداری ورکړی چې که اسراییلي یرغمل د اونۍ تر پایه خوشې نه شي نو اوربند به مات کړي او بیا به د غزې پر تړانګه درنې حملې پیل کړي.
بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې پرون د امنیتي کابینې له غونډې وروسته وکړې. هغه وویل، د حماس دا اعلان چې د شنبې په ورځ به یرغمل شوي کسان په ټاکلي وخت خوشې نه کړي د اوربند سرغړونه ده. نتنیاهو پوځ ته امر وکړ چې خپل ځواکونه په غزه او شاوخوا سیمو کې یې ځای پرځای کړي.
له دې مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که ټول اسراییلي یرغمل د شنبې ورځې تر غرمې پورې خوشې نه شي نو د اوربند تړون به باطل اعلان کړي.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي ادعا کوي چې اسراییل په تیرو دریو اونیو کې د اوربند له مخې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، غزې ته یې د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې او فلسطیني کډوال یې په نښه کړي دي.
اسراییل دا تورونه رد کړي دي.