د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۸۴ تنه افغان کډوال دي افغانستان ته استول شوي دي.
د هغه بیان له مخې چې پرون د دې وزارت پر رسمي ویب پاڼه خپور شو په دې ډله کې کورنۍ هم شته. دا کسان د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
بیان په تورخم کې د طالبانو د سرحدي پولیسو له قوله وايي چې دا کسان د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه نیول شوي دي او له دوو څخه تر پنځو ورځو پورې په "حاجي کمپ" کې بندیان وو.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او سلګونه افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي دي.