د طالبانو حکومت د م. م د امنيت شورا په وروستۍ غونډه کې د پاکستان د استازي هغه تورونه رد کړي دي چې وايي له افغانستان څخه سيمې او نړۍ ته د ترهگرۍ گواښ شته.
د بهرنیوچارو وزارت ویاند قهاربلخي پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي او د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ راز خطر نه دی پېښ.
نوموړی زیاتوي چې که په افغانستان کې کومه امنیتي پېښه کیږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړي رااوړي. بلخي وايي ځيني هېوادونه د دې پر ځای چې د خپلو کورنيو سياستونو ستونزې حل کړي هڅه کوي افغانستان بېثباته وښي.
له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د م. م امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتیدو اندیښنه وښوده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د تروریزم ضد دفتر مشر د داعش ډلې خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ وباله.