د ترکیې پولیسو نن (د سلواغې ۲۳مه) د استانبول ښار د اړوندو ناحیو لس تنه جګپوړي چارواکي له کرد وسله والو سره د اړیکو په تور ونیول.
د ترکیې انادولو خبري آژانس راپور ورکوي چې په نیول شویو چارواکو کې د کارتال او اتاشهیر د ناحیو د ښاروالیو مرستیالان او د نورو ناحیو د ښاروالیو د شورګانو غړي دي.
واړه تورن کسان د ترکیې د اصلي اپوزیسیون د خلق جمهوریپال ګوند غړي دي. د راپورونو له مخې دا کسانو تورن دي چې هغه کسان یې په ښاروالیو کې په کار ګومارلي دي چې د شوې ادعا له مخې له کرد وسله والو سره یې اړیکي درلودل.
د حکومت منتقدان د دې کسانو نیول د استانبول د ښاروال اکرام امام اوغلو د بدنامۍ لپاره د دولتي کمپاین یوه برخه بولي. امام اوغلو د اپوزیسیون د ځینو نورو شخصیتونو ترڅنګ په راتلونکي کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لپاره د احتمالي سیالانو له ډلې ګڼل کېږي. د اردوغان حکومت پر محکمو د فشارونو د راوستلو تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې د ترکیې قضا خپلواکه ده.