یو ایرانی چارواکی وايي هغه۲۵۰ تنه افغانان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي چې قانوني اسناد یې نه درلودل او په ګډ سرحد کې په واورو او توپان کې ګیر پاتې وو.
د تایباد ښار عمومي څارنوال حجت صدیقي پرون (د سلواغې ۲۲مه) وویل چې دې افغان کډوالو هڅه کوله له غیرقانوني لارو ایران ته ننوځي. هغه زیاته کړه چې دا د ایران قلمرو ته د ننوتو پرمهال په درنو واورو کې بند پاتې شول او د ایران امنیتي ځواکونو له پېژندنې وروسته وژغورل.
په عین حال کې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د سیستان- بلوچستان ولایت د زابل سیمې د پولیسو قوماندان علي اکبر حبیبي ویلي دي چې په تېره یوه اونۍ کې ۱۷۲ تنه افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیول شوي دي.
ایران په دې وروستیو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده چې دوی یې غیرقانوني کډوال بولي.