ملګري ملتونه وايي، له اوربند وروسته غزې ته په مرستو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

غزې ته بشري مرستې (آرشیف)

ملګري ملتونه وايي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له نافذېدو وروسته غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

حماس پرون دوشنبې- د فبروري ۱۰مه اعلان وکړ چې د غزې د موافقې پربنسټ د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو بل پړاو به چې د راروانې شنبې په ورځ په پام کې دی تر بلې خبرتیا وځنډوي. حماس وویل، اسراییلو غزې ته د خیمو او موقتو استوګنځایو د مخنیوي په ګډون د اوربند له مقرراتو سرغړونه کړې ده.

خو د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا ویاند یینس لایریک نن په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، دا اداره توانېدلې ده چې د اوربند په اوږدو کې، غزې ته د خوړو، درملو او موقتو استوګنځایونو په ګډون د تجهیزاتو او مرستو د رسولو کچه لوړه کړي.

د مرستندویو موسسو چارواکو په تېره جنوري میاشت کې ویلي و، چې غزې ته تېره میاشت د دې وسایلو لېږد بند و، ځکه اسراییل ویل چې کېدای شي ملکي وګړي او وسله وال دواړه کار ترې واخلي.

فلسطینیانو د هغو خلکو لپاره چې کورونه یې د اسراییل د پوځ د بمباریو پرمهال ویجاړ شوي، د میلیاردونه ډالرو په ارزښت د بېړنیو وسایلو غوښتنه کړې.

اسراییلو هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګنې غزې ته یې د موقتو استوګنځایونو، خېمو او نورو وسایلو مخه نیولې ده.