د بلوچستان په غرنیو ځنګلونو کې د اور وژنې هڅې روانې دي

د بلوچستان په غرونو کې اور (آرشیف)

پاکستاني چارواکي وايي چې د بلوچستان ایالت په غرنیو ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي.

د اطفایې سلګونه کارکوونکو نن په داسې حال کې چې درانه وسایل یې کارول، د دې اور د وژنې هڅه کوله. چارواکي وايي چې دا اور اوس د انسانانو د استوګنې سیمو او څارويو ته ګواښ کوي.

د غرنیو بوټو دا اور چې له څو میاشتو وچې هوا وروسته لګېدلی د بلوچستان کوهلو Kohlu سیمې ته د پراخېدو په حال کې دی.

د سیمې د ځنګلونو د ساتنې یوه مسوول اسلم بُزدار د جرمني خبري آژانس ته ویلي چې د دې اور د لګېدلو علت اقلیمي بدلون دی. یوه بل سیمه ایز چارواکي آژانس ته وویل چې د وچو جلګو له سوځېدو وروسته دا بل شوی اور، زرګونه هکتاره ګڼ ځنګلونه ګواښي ځکه سخت باد، په سیمه کې د اطفایې مامورین کار ته نه پرېږدي.

د پاکستان د هواپېژندنې اداره وايي، د موسمي بارانونو له کبله د ژمي په موسم کې د ځنګلونو اور، مخکې له دې ساری نه لري، خو د نوموړې ادارې په وینا، په وروستيو کلونو کې د ژمي په موسم کې هوا ډېره وچه وي.