د ملګروملتونو سرمنشي له فلسطینۍ حماس ډلې غوښتي دي چې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو لړۍ ته دوام ورکړي.
انتونیو ګوتیریش دا غوښتنه نن، (د فبروري ۱۱مه) یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې حماس ډلې د برمته وو، د خوشې کولو د لړۍ د ځنډولو پلان اعلان کړ.
ښاغلي ګوتیریش په خپل بیان کې ویلي دي چې باید د شخړو د بیا پیل لپاره د ټولو هغو دلایلو مخه ونیول شي چې یوځل بیا په غزه کې د یوې لویې تراژیدۍ سبب کېدای شي.
حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د اسراییلي برمته وو، د خوشې کولو بهیر به د هغه څه په خاطر چې دې ډلې د غزې له اوربند څخه د اسراییلو سرغړونه بللې ده تر بلې خبرتیا وځنډوي.
د حماس دې اعلان د غزې د جګړې د بیا پیل وېره رامنځ ته کړې ده.