په کندز کې د کابل بانک مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

په کندز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د کابل بانک د ودانۍ مخې ته په یوه ځان وژونکې حمله کې پنځه کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د امنیه قوماندانۍ د ویاند جمعه الدین خاکسار له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي په وژل شویو کې د طالبانو وسله وال او ملکي وګړي شامل دي.

د رویټرز په راپور کې د ښاغلي خاکسار له قوله راغلي دي چې بریدګر خپل چاودېدونکي مواد د کابل بانک د ودانۍ مخې ته والوزول. د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.

دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه بحث وکړ.

په ملګروملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې "دوروتي شي" بېګانۍ غونډې ته وویل چې متحدایالات په افغانستان او پاکستان کې، داعش ډلې ته د خلکو د استخدام له پلوه اندېښنه لري.

داعش ډلې په تېرو څه باندې دریو کلونو کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، د لیندۍ په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون د ګڼو هغو حملو پړه منلې ده چې ډېره انساني مرګ ژوبله یې اړولې ده.