په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې سفیر وایي افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د داعش خراسان ولایت څانګې فعالیتونه تصادفي او بې علته نه دي.
واسیلي نابینزیا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په بیګانۍ غونډه کې ادعا کړې چې نړیوالې ټولنې افغانستان کې امریکايي وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه سمه نه ده نیولې.
هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د ناټو ګډوډ وتل د دې لامل شول چې ګڼې وسلې پاتې شي او بالاخره د داعش لاس ته ولویږي. د روسیې سفیر وویل شرایط باید له پامه ونه غورځول شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرون د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې په دې بحثونه وشول چې داعش افغانستان او سیمه کې یو ترهګریز ګواښ دی.