پر سلمان رشدي د برید په تور د نیول شوي امریکايي – لبناني محاکمه پرون په نیویارک کې پيل شوه.
۲۷ کلن هادي مطر چې لبناني الاصله امریکایی دی تورن دی چې شاوخوا دوه کاله مخکې یې په سلمان رشدي باندې د نیویارک په شوتاکوا سیمه کې مرګونی برید کړی دی.
۷۷ کلن هندي – بریټانوي لیکوال سلمان رشدي په هغه برید کې چې د چړو په واسطه پرې شوی وو سخت ټپي شو.
د یاد برید په سبب د سلمان رشدي یوه سترګه ړنده شوې او لاس یې هم له کار لویدلی.
هادي مطر بیا د دوشنبې په ورځ په محکمه کې ځان بیګناه باله او د آزاد فلسطین شعار یې ورکړ.
سلمان رشدي چې د لانجمن «شیطاني ایتونو» کتاب لیکوال دی د ایران پخواني مذهبي مشر ایت الله خمیني یې د مرګ فتوا ورکړې وه.
هغه ډېر کاله د مرګ او برید له ویرې پټ ګرځېده او ګڼ واره پرې د برید هڅې شوي.
د نړۍ ډېری مسلمانان په دې باور دي چې رشدي د «شیطاني ایتونو» په کتاب کې [کفر] ویلی دی.
د رشدي ځینې نور کتابونه لکه «شرم» او د «نیمې شپې هلکان» هم له ګڼو عکس العملونو سره مخ شوي.