دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه.
په دې ټیم کې د افغانستان څو لوبغاړي له هغې ډلې ګلبدین نایب او قیس احمد هم شامل دي.
ګلبدین نایب تر پایلوبې د دوبۍ د ټيم د رسولو په برخه کې ډېره ونډه درلوده داسې چې څو واره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې.
دوبۍ ټیم د ډیزرټ وایپرز له خوا د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ او پایلوبه یې د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.
د متحده عربي اماراتو په تجارتي لیګ کې ګلبدین نایب د مینه والو له خوا د ټورنمنټ اغېزناکه لوبغاړی بلل شوی.
بل افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي بیا د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ کې په ۲۱ ویکټو مخکښ بالر شوی.