سالنګونه او څو نورې لارې د درنو واورو له امله تړل شوي

د سالنګونو لویه لار

د افغانستان څو لویې لارې د شدیدو واورو له امله تړل شوي دي. د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تایید کړې چې د یکشنبې له ماښامه د سالنګونو لویه لار د ټرافیک په مخ تړلې ده.

هغه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دید د ساحې دمحدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په هدف دا لار د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې.

هغه ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مؤظف ټيمونه چمتو دي، ترڅو د هوا د ښه کېدو او د طوفان د کمېدو سره سم؛ لاره پاکه او د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.

اخوا د راپورونو له مخې د دایکندي او بامیانو لویه لار په قوناق کوتل سیمه کې د درنې واورې په سبب تړل شوې ده.

د هوا پيژندنې ادارې د اټکل په اساس د افغانستان په څه باندې ۲۵ ولایتونو کې درنې واورې کېږي چې ورسره د لارو د تړل کېدو خطرونه هم رامنځته شوي.