ایلن ماسک د امریکا دفاع وزارت لګښتونه څېړي

د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ وايي، تمه لري چې اېلان ماسک، چې د "دولت د کارامدۍ وزارت" مسئوليت لري، د پنټاګون د حسابونو د څېړنې پر مهال د ميلياردونو ډالرو درغلۍ او ناوړه استفادې موارد ومومي.


ډونالد ټرمپ د يکشنبې په ورځ (د دلو ۲۱مه) په يو مرکه کې چې د فاکس‌نيوز شبکې خپره کړې، د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په اړه وويل چې هغوی به د ميلياردونو ډالرو درغلۍ او ناوړه استفادې موارد رابرسیره کړي. پنټاګون یا د امریکا د فاع وزارت ددې هېواد تر ټولو لويه فدرالي اداره ده.


ترمپ زياته کړه چې ډېر ژر، ښايي د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په لړ کې، به ايلان ماسک ته ووايي چې د پوهنې وزارت ته لاړ شي او له هغې وروسته د اردو چارې وڅېړي.


د پنټاګون کلنی بوديجه نږدې يو ټریليون ډالره ده.


د امريکا پخواني ولسمشر جو بايډن د تېر ډیسمبر په مياشت کې يو لايحه لاسليک کړه چې د روان مالي کال لپاره د ۸۹۵ ميليارډه ډالرو دفاعي لګښت اجازه ورکوي.


روان مالي کال د سپټمبر په ۳۰مه پای ته رسېږي.