د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ تأييد کړې چې د اوکراين د جګړې په تړاو يې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې کړي دي.
د ازادې اروپا/ازادي راډيو د خبر مرکز د راپور له مخې، ترمپ د فیبرورۍ په ۸مه د نيويارک پوسټ سره په مرکه کې ويلي چې له پوتين سره يې خبرې کړي او باور لري چې هغوی "د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پرمختګ" پر لار روان دي.
نوموړي ويلي تمه لري چې د دې موضوع په اړه به له روسي ولسمشر سره نورې خبرې هم وکړي.
د امريکا ولسمشر د دې موضوع له څرګندولو ډډه کړې چې له پوتین سره یې دا خبرې د هغه د ولسمشرۍ د پيل (د جنورۍ ۲۰مه) څخه دمخه شوي او که وروسته.
ټرمپ ټينګار کړی چې اداره يې د اوکراين له چارواکو سره هم په اړيکه کې ده او له دواړو خواوو سره خبرې کوي.