آیت الله علي خامنه یي په تهران کې د حماس ډلې له مشرانو سره ولیدل

آیت الله علي خامنه یي له خليل الحية سره د لیدنې پرمهال

د ایران سترمشر ایات الله علي خامنه یي نن (د سلواغې ۲۰مه) په تهران کې د فلسطینۍ حماس ډلې له سرپرست مشر خليل الحية او د دې ډلې له دوو نورو چارواکو سره وکتل.

حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژندل شوې ده. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د دغې کتنې په اړه نورجزیېات نه دي خپاره شوي خو یوازې له الحية، د حماس د مشرتابه شورا له مشر محمد درویش او د دې ډلې له بل چارواکي نزار عوض الله سره د خامنه یي تصویرونه خپاره شوي دي.

ایران له اسراییل سره په جګړه کې د حماس ملاتړ کړی او دا فلسطینۍ ډله پر منځني ختیځ د اسراییل او لویدیځ د نفوذ پر وړاندې د خپلې پراخې ستراتیژۍ یوه اصلي متحده بولي.

د حماس ډلې مشران له تهران څخه داسې مهال کتنه ترسره کوي چې د دې ډلې پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ مه په تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې نوموړی د دې لپاره تهران ته تللی و، چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز د تیرکال په ډسمبر میاشت کې په ښکاره دا ومنله چې د اسماعیل هنیه په وژلو کې اسراییل لاس درلود.