د ترکیې یو چارواکی وايي، په انقره کې د افغانستان سفارت فعال دی

په انقره کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

د ترکیې یوه چارواکي تایید کړه چې په پلازمینه انقره کې د افغانستان سفارت، د پرځېدلي جمهوري نظام د ډیپلوماتانو د دندو له پای ته رسیدو سره سره پرانیستی دی او خپلې چارې مخ ته وړي.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې دغه ترک چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، همداراز وویل چې د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره دوی د افغانستان په وړاندې، د دې هیواد له سرپرست حکومت سره د تعامل او ډیالوګ پالیسي مخ ته وړي.

په انقره کې د افغانستان سفارت چې چارې یې د جمهوریت د مهال چارواکو سمبالولې، د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سفیر په ګډون د څو ډیپلوماتانو دندې پای ته رسیدلي او د سفارت چارې یې د ترکیې د بهرنیو چارو سفارت وسپارلې خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي دفتر مشر ذاکر جلالي په یوه بیان کې وویل چې په انقره کې د افغانستان سفارت خپل عادي فعالیت مخ ته وړي.

د طالبانو حکومت چې تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، له ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ له ډير شمیر هیوادونو سره ډیپلوماټیک اړیکي ټینګ کړي دي.