د خيبر پښتونخوا په بنو کې پرون (د سلواغې ۱۹مه) په دوو بېلا بېلو بريدونو کې د دوو پوليسانو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د بنو د پوليسو وياند حنظله نن مشال راډيو ته وویل چې وسله والو تېره شپه ناوخته د بنو د فتح خېل سیمې د پولیسو پر تاڼې بريد وکړ چې په نتيجه کې يې دوه پوليس سرتيري وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي.
ځايي اوسیدونکو او پوليس چارواکو همداراز وویل چې د وسله والو په یوه بل برید کې چې د بنو ګربز په سيمه کې یې د امن کميټۍ دفتر په نښه کړی و، دري کسان وژل شوي او دري نور ژوبل شوي دي.
د دې کميټۍ يوه غړی د نوم نه خپرولو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وويل چې له ۳۰ تر ۴۰ پورې وسله والو د دوی پر دفتر بريد کړی و.
د دواړو بريدونو مسولیت تراوسه پورې کوم کس یا وسله والې ډلې نه دی منلی خو په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمیرسخت دریځې ډلې فعالې دي چې په دې وروستیو کې یې د پاکستان د حکومت اړوند هدفونو باندې بریدونه زیات کړي دي.