ټاکل شوې چې حماس ډله او اسراییل نن نور اسیران تبادله کړي

غزه، د ۲۰۲۵ کال د جنوري ۳۰مه، د حماس وسله وال یوه اسراییلۍ برمته بدرګه کوي (آرشیف)

ټاکل شوې چې فلسطینۍ حماس ډله نن (د سلواغې ۲۰مه) درې نور یرغمل آزاد کړي چې اسراییل به یې هم په بدل کې لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي پرون د دې یرغملو نومونه اعلان کړل او د اسراییل د صدراعظم دفتر تایید کړه چې د یرغملو نومونه ورسپارل شوي او د هغوی کورنیو ته هم خبر ورکړل شوی دی.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې خوشې کیدونکي یرغمل ټول نارینه او عمرونه یې د ۳۴ او ۵۶ کلونو ترمنځ دي.

د اسیرانو نننۍ تبادله به د حماس او اسراییل ترمنځ د یرغملو او بندیانو د خوشې کولو پنځم پړاو وي چې په غزه کې د جنوری په نولسمه د نافذ شوي اوربند د موافقې له مخې ترسره کیږي.

اسراییل به هم په بدل کې نن له خپلو زندانونو ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د فلسطیني بندیانو یوې مدافع ټولنې ویلي چې د اسراییل له خوا په خوشې کیدونکو فلسطیني بندیانو کې ۱۸ تنه هغه بندیان هم دي چې په عمري بند محکوم شوي وو، ۵۴ تنه یې د اوږده قید بندیان ښودل شوي او ۱۱۱ تنه نور یې د غزې هغه اوسیدونکي دي چې پراسراییل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر د اومې له برید وروسته د اسراییل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

د دواړو لورو ترمنځ د یرغملو او بندیانو د تبادلې د تیرو څلورو پړاوونو په ترڅ کې حماس ۱۳ تنه اسراییلي او ۵ تنه ټایلنډي یرغمل او اسراییلو شاوخوا ۵۸۳ تنه فلسطیني بندیان آزاد کړي دي.