د روغتیا نړیوال سازمان، WHO په افغانستان او پاکستان کې د تېرکال په اوږدو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو د چټکې خپریدا په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په وړاندې یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
"په نړۍ کې د پولیو د له مینځه وړلو نوښت" په نوم بنسټ پرون (د سلواغې ۱۹مه) پر خپله ویب پاڼه په یوه راپور کې وویل چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اجراییوي بورډ په غونډه کې چې روانه اونۍ د سویس په جینوا ښار کې جوړه شوې وه، د نړۍ د هیوادونو د روغتیا وزیرانو په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د وایروس د چټکې خپریدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د مخنیوي لپاره یې باید د پام وړاقدامات وشي.
د دې غونډې په خپره شوې اعلامیه کې د پولیو د وایروس له خپریدو سره د مبارزې لپاره نه یوازې د لوړ خطر په لرونکو سیمو بلکې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په نورو پرتو سیمو کې د څارنې د هڅو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پیښې ثبت شوي او په پاکستان کې یې تیرکال شمیر له اویا اوښتی دی. د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي یا پولیو یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.