د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا د ولسمشر جو بایډن د ادارې ساده ګي وه چې په افغانستان کې یې د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات پریښودل.
ښاغلي ټرمپ پرون(د سلواغې ۱۹مه) په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د دومره ډېرو پوځي تجهیزاتو د پریښودو لپاره هیڅ دلیل نشته.
هغه زیاته کړه چې ده غوښتل د امریکا پوځ پیاوړی وي او پر وسلو لګښت کولو ته لیواله دی ځکه چې د پوځ ټول تجهیزات په امریکا کې جوړ شوي دي. هغه زیاته کړه چې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې یې د امریکا پوځ پیاوړی کړ او په دې برخه کې یې ښه کار وکړ. خو د هغه په وینا د دې تجهیزاتو یوه برخه په افغانستان کې پاتې شوه.
ښاغلي ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدو نیوکه کړې ده.
هغه تېره میاشت له لوړې مخکې وویل چې له افغانستان سره د امریکا راتلونکې مرستې به په هیواد کې د پاتې امریکایي وسلو په بیرته ستنیدو پورې تړلې وي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، چې دا تجهیزات اوس د دوی د پوځ ملکیت دي او بیرته امریکایانو ته نه ورکول کیږي.