د طالبانو د مشر د فرمان پر بنسټ د هرات له زندانه یو شمیر زندانیان خوشي شوي

د طالبانو لوی مشر د هرات په زندان کې یو شمیر زندانیانو ته د سزاګانو د بښنې اعلان کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د هرات ولایت د زندانونو د عمومي مدیریت مشر سید احمد مجمر په حواله لیکلي،" ۱۶۵زندانیان چې ۳۸ ښځې او درې ماشومان په شامل دي د امیرالمومنین په امر د هرات له زندانه ازاد شوي دي".

د مجمر په خبره، د ۶۹ نورو زندانیانو په سزاوو کې د امیرالمومنین په امر تخفیف ورکړل شوی دی.

د باختر خبري اژانس په خبر کې د دغو ازاد شوي زندانیانو د هویت او دا چې په کوم جرم زنداني شوي وو، څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو مشر له دې وړاندې هم په فرمانونو کې یو شمیر زندانیان ازاد کړي وو.